انصار: (د مرغومی ۲۷ مه) د پاکستان او کابل رژیم له اړیکو ځینو با خبرو سرچینو ویلي، چې اسلام اباد ته د ملا فضل الرحمن سفر، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان پر ضد ښې پایلې نه لرلې.
د دغو سرچینو له قوله، پاکستان له دې امله اوس د کابل پر طالب رژیم د فشار زیاتولو په هڅه کې دی.
د طالبانو او پاکستان د اړیکو څارونکی ژورنالېست او شنونکی سمیع یوسفزی په دې اړه وایي: «
د طالبانو د مشر شیخ هبت الله لخوا د فضل الرحمن په لاس د ټي ټي پي په اړه د طالبانو سخت ځواب نه وروسته نن څلورمه ورځ ده پاکستان افغانانو ته ویزو ورکول او تجارت په تپه درولې . پاکستان پدې فکر کوي چې د افغانستان سره تجارتي ، ديپلوماتیک او د خلکو تګ راتګ روابط د تی ټي پی نه د طالبانو د ملاتړ لامله په ټپه ودروي .»
بل لور ته، کابل کې باخبره سرچینو تاند ته ویلي چې د طالبانو رژیم له اسلام اباد څخه خپل سفیر سردار احمد شکېب د ځینو مشورو لپاره ور غوښتی او طالب مشران له پاکستان سره د اړیکو پر څرنګوالي خبرې اترې لري.
د طالبانو د رژیم رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د دوی د رژیم او پاکستان ترمنځ بیا- بیا اړیکې ترینګلې شوې دي.
که څه هم، دغو اړیکو ته ځینې څارونکي د شک په سترګه ګوري، خو یو شمېر نور بیا باور لري چې د طالبانو په لیکو کې د پاکستان له پراخ نفوذ سره- سره اوس دواړه لوري په عمومي ډول ښې اړیکې نه لري او افغانان له دغه وضعیت څخه زیانمن شوي دي.
طالب چارواکي د پاکستان په ګډون ټولو سیمه ییزو او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو ټینګار کوي، خو څارونکي باور لري چې دوی له دغه هېواد سره د مخکینیو مرموزو اړیکو، د ملي مشروعیت نه لرلو او ناکامې دیپلوماسۍ له امله د پاکستان او نورو هېوادونو پر وړاندې تش لاسي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29657